المكتبة

المكتبة

2019年05月16日


د بېجينګ د بهرنيو ژبو پوهنتون د کتابتون په هکله معلومات

د بېجينګ د بهرنيو ژبو پوهنتون کتابتون يوه اووه پوړيزه ودانۍ ده چې پراخوالی يې د ٢٣ زرو مربع مترو ته رسيږي. دغه کتابتون په دې پوهنتون کې يوه پړاويزه اهميت لرونکې ودانۍ ده. د کتابتون پر وړاندې ديوال باندې په پنځه پنځوسو ژبو د کتابتون نښې موجودې دې چې په دې پوهنتون کې د ډېرو بهرنيو ژبو د موجوديت او نړيواله ځانګړتيا څرګندېږي. د کتابتون په لوی تالار کې جوړښت ډېر ځانګړی دی او فضا خلاصه ده چې د عصري کتابتون د اداري ليد لوری څرګندوی.

کتابتون کې څه دپاسه يو مليون ټوکه کتابونه لري چې په عموما په ژبو، ادبياتو او کولتور پورې اړه لري. په وروستيو کلونو کې د بېجينګ د بهرنيو ژبو په پوهنتون کې د ډېرو علمونو د پرمختګ سره سره د قوانينو، ديپلوماسۍ، اقتصاد، خبرتاژونو او د دارې په شمول د زياتو ساحو په هکله کتابونه زيات شوي دي.

په کتابتون کې څه دپاسه دوه زره څوکۍ او د لوست ناستې اتلس خونې شته چې د غونډو، ويناوو، نندارتونونو لپاره خونې او کفې هم پکې شاملې دي. هر تن په کتابتون کې نه يوازې مطالعه کولی شي، بلکې يو له بل سره بحث او د نظرونو تبادله هم کولی شي. په کتابتون کې د کتابونو د زيرمه کولو، انتټرنېټ، د پرېنټ، کاپي په شمول ځيني خدمتونه هم شته.

د بېجينګ د بهرنيو ژبو پوهنتون د ډېرو کتابونو، ښه چاپيريال او غښتلو خدمتونو په اتکاد ښوونکو او زده کوونکو لپاره يو ښه چاپېريال برابروي.



اړيکې:پته: د شمال لويديځ سان هوان سړک، بېجينګ، چين


پوسټي کود: ١٠٠٠٨٩ د نړيوال تګ راتګ او همکارۍ دفتر تلېفون شمېره:

د کنفوسيوس انستېتوټونو دفتر تلېفون:

د بهرنيو زده کوونکو چارو دفتر تلېفون شمېره:

د عمومي ادارې دفتر تلېفون شمره:

Copyright@BFSU.Support by ITC