الالتحاق

علمي مهال ويش

د بېجينګ د بهرنيو ژبو په پوهنتون کې د زده کړې يوه موده د هر کال د سپتمبر له پيل څخه د راتلونکي کال تر جنورۍ پورې بشپړېږي چې د پسرلي او مني په دوو برخو وېشل کېږي. هر کال زده کوونکي ژمنۍ او دوبنۍ رخصتي لري او د رخصتيو په لنډه موده کې د چيني ژبې روزنيز درسونه هم شته.

 

د زده کړې د کچو پروګرامونه

١.د لېسانس دورې محصلينو د زده کړې موده څلور کلنه ده. د لېسانس دورې د زده کړې کچې تر لاسه کولو لپاره لېوال محصل بايد د مخکينۍ دورې ټول اړين درسونه بشپړ کړي او هم د فارغيدو لپاره منوګراف وليکي.

٢.د ماسټرانو د زده کړې موده له دوو کلونو څخه تر دريو کلونو پورې ده چې د مختلفو مسلکونو له مخې کلنۍ موده توپير کوي. بهرني زده کوونکي بايد له چيني زده کوونکو سره يو ځای په ټولو درسونو کې برخه اخلي. د ماسټرۍ دورې د زده کړې کچې تر لاسه کولو لپاره بايد هر هغه لېوال محصل ټول اړين درسونه بشپړ کړي وي او پای کې د فارغيدو لپاره د ماسټرۍ تېزس وليکي.

٣.د ډاکټرۍ دورې د زده کړی موده يې دری کلونه دي. د ډاکټرۍ دورې د زده کړې کچې تر لاسه کولو لپاره بايد هر محصل د مخکې دورې ټول اړين درسونه بشپړ کړي او هم د فارغيدو لپاره د ډاکټرۍ دورې تېزس ليکلی وي.

 

د زده کړې کچې نه لرونکي پروګرامونه

١.رسمي درسونه: له نيم کال څخه تر يو کال پورې دي، که اړتيا وي د نور وخت لپاره اوږدېدلی شي. که تاسې د چينايي ژبې او نورو درسونو په امتحانونو کې بريالي وئ، تصديق نامه به تر لاسه کړئ.

٢.د لنډې مودې درسونه: اوس د لنډې مودې لپاره يوازې د چينايي ژبې د زده کړې درسونه برابريږي. په ژمنۍ رخصتي کې د دريو، څلور او اتو هفتو او د دوبنۍ رخصتۍ په موده کې د څلورو هفتو روزنيز درسونه شته چې د غوښتنو له مخې ترتيبېږي. د لنډې مودې په روزنيزو درسونو کې برخوال زده کوونکي به د بېجينګ د بهرنيو ژبو پوهنتون د نړيوالو زده کوونکو په توګه سند او د درسونو د بشپړېدو تصديق پاڼه تر لاسه کړي.

 

په پوهنتون کې د شاملېدلو غوښتنليک او د خپلو نومونو د ثبتولو بهير

١:غوښتونکی: غوښتونکی بايد د انټرنيټ له لارې غوښتنليک او اړوند سندونه وړاندې کړي. (http://study.bfsu.edu.cn) په مني کې د زده کړې په موده کې د ګډون لپاره تاسې بايد د اپريل له نيمايي څخه د جون تر پيل پورې په انټرنيت کې خپلې غوښتنليک او اړوند سندونه وړاندې کړئ، په راتلونکي پسرلي کې د زده کړې په موده کې د ګډون لپاره تاسې بايد له اکتوبر څخه د راتلونکي کال تر جنورۍ پورې په انټرنيټ کې خپل غوښتنليک او اړوند سندونه وړاندې ترسره کړئ.

٢.نومليکنه يا ثبت نام: که تاسې په پوهنتون کې د شامليدو فرصت تر لاسه کړئ، تاسو ته به ژر په يو وسيله خبر درکړای شي او د پوهنتون شموليت اړوند سندونه به درته ولېږل شي چې دغه بهير لږ تر لږه څلور  او يا پنځه اوونۍ نيسي.

 

د اوسيدو په اړوند معلومات

د بېجينګ د بهرنيو ژبو پوهنتون بهرنيو زده کوونکو د اوسېدلو لپاره بېلا بېلې او څو ډوله ليليې شته. که کوم محصل نه غواړي په پوهتنون کې واوسېږئ، په خپله خوښه د اوسېدلو لپاره ځای انتخاب کړي، لازمه ده چې د کور تر نيولو وروسته لومړی د پوليسو ځايي ادارې ته د خپل اوسېدلو ځای په اړه راپور وړاندې کړي. پوليسو ماموريت به ورته يو تصديق پاڼه ورکړي.

د زده کړې لګښت

پروګرام د زده کړې کچې د زده کړې لګښت د نومليکنې لګښت
د زده کړې کچې پروګرامونه
د چينايي ژبې پروګرامونه بي اې د زده کړې موده/ ١٢١٥٠يوان

هرکال/٢٢١٥٠يوان

٤٠٠ يوان
ايم ای هرکال/٢٧٠٠٠يوان ٨٠٠يوان
غير چينايي ژبې پروګرامونه بي اې هرکال/26000يوان ٨٠٠يوان
اېم اې هرکال/٢٧١٥٠يوان ٨٠٠يوان
د ماسټرانو انستېتوټ ژباړې او استعمال هرکال/30000 يوان ٨٠٠يوان
پي ايچ ډي هرکال/٣٤٠٠٠يوان ٨٠٠يوان
د زده کړې کچې نه لرونکي پروګرامونه
د چينايي ژبې پروګرامونه رسمي درسونه د زده کړې موده/١١١٠٠يوان

هرکال/٢١١٠٠يوان

٤٠٠يوان